د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې راهیسې په دې تړانګه کې د ټولو شهیدانو شمېر ۳۹۳۶۳ تنو ته رسېدلی دی.
په غزه کې د شهیدانو شمیر ۳۹ زره ۳۶۳ تنو ته ورسید
9 اسد 1403 ساعت 9:19
د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې راهیسې په دې تړانګه کې د ټولو شهیدانو شمېر ۳۹۳۶۳ تنو ته رسېدلی دی.
آوا: د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په غزه کې د شهیدانو شمیر ۳۹ زره ۳۶۳ او د زخمیانو شمیر ۹۰ زره ۹۲۳ ته رسیدلی دی.
دغه وزارت اعلان وکړ چې صهیونیسټ رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې په تړانګه کښې درې حملې وکړې چې په نتیجه کښې یې ۳۹ کسان شهیدان او ۹۳ نور ژوبل شول.
په همدې حال کې د غزې د پوهنې وزارت په یوه راپور کې اعلان کړی چې تر اوسه شاوخوا لس زره زده کوونکي شهیدان شوي دي.
د مطلب کود: 294387