دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۲۱
د مطلب کود : 294479
په تهران کې د اسماعیل هنیه د وژلو لومړني جزیات
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه وژنه تېره شپه شاوخوا دوه نیمې بجې په تهران کې شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس: شهید هنیه چې د ایران د ولسمشر د لوړې په مراسمو کښې د ګډون لپاره دغه هیواد ته راغلی وو د تهران په شمال کښې په یوه ځانګړی استوګنځی کښې ځای پر ځای شوی وو چې له هوا څخه د نا پیژانده شۍ په ویشتلو سره شهید شو.

په دې اړه نورې څېړنې روانې دي او دقیق جزیات به یې ډېر ژر اعلان شي.

د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران د عامه اړیکو دفتر نن سهار په یوه بیانیه کښې اعلان وکړ: د حماس د سیاسی دفتر مشر ډاکټر اسماعیل هنیه او د هغه یو ساتونکی په تهران کښې د هغه په ​​استوګنځی د حملې په وخت کښې شهیدان شول.
https://avapress.com/vdca0ynuo49noy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته