دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۳۱
د مطلب کود : 294488
ترکمنستان د افغانستان د ریل پټلۍ په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا لري
د افغانستان د فواید عامې وزارت وايي، د ترکمنستان د اورګاډي پټلۍ رئیس د افغانستان د ریل پټلۍ په سکتور کې د پانګونې په برخه کې د خپل هېواد لېوالتیا څرګنده کړه.
افغان غږ خبری آژانس : د فواید عامې وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه وزارت د ریل پټلۍ مرستیال ملا بخت الرحمن شرافت د آزاد اتمرادوف سره وکتل.
 
د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو د اوسپنې پټلۍ د ګډې همکارۍ پر پراختیا، د تورغندي سټېشن د پراختیا او د هرات – تورغونډۍ د اورګاډي د لومړۍ برخې چې ۲۲ کیلومتره اوږدوالی لري خبرې وکړې.
 
دغه راز ترکمنستاني پلاوي په افغانستان کې د اورګاډي په سکتور کې پانګونې ته لېوالتيا څرګنده کړه او زياته يې کړه، چې دوى چمتو دي، چې د تورغندي سټېشن په پراختيا، د تورغونډۍ – هرات د اورګاډي پټلۍ په جوړولو او جوړولو کې پانګونه وکړي.
 
د یادولو وړ ده چې اسلامي امارت په هیواد کې د ریل پټلۍ د فعالیتونو د پراخولو په لټه کې دی.
https://avapress.com/vdcaaynua49noy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته