افغان غږ خبری آژانس: د بامیان ولایت د والي مطبوعاتي دفتر نن ازادي راډيو ته وویل چې په افغانستان کې د خوراکي توکو د نړیوال پروګرام (WFP) لوی مرستیال هارالډ هان هارډټ او ورسره پلاوي له مولوي عبدالله عبدالله سره وکتل. د دغه ولایت له والي سرحدي سره په لیدنه کې د بشري مرستو پر دوام، روغتیا، امنیتي او اقتصادي مسایلو خبرې وشوې.
په دې کتنه کې مولوي عبدالله سرحدي د باميانو له اړمنو خلکو سره د بشري مرستو د دوام غوښتنه وکړه او زياته يې کړه چې د سږ کال سېلابونو د باميانو په ولسواليو کې زيات زيانونه اړولي دي چې د نړيوال خوراکي پروګرام بشري مرستو ته اړتيا لري.
مولوي سرحدي د نړيوال خوراکي پروګرام له مرستيال څخه وغوښتل چې د باميانو ولايت په بې وزلو او اړمنو کورنيو مرستې په بشپړ شفافيت سره له قومي او مذهبي تعصب پرته وويشل شي.
هغه ټينګار وکړ چې د يادې موسسې د خوراکي توکو مرستې بايد د باميانو په مرکز او ولسواليو کې د کار لپاره د خوراکي توکو د ميکانيزم له لارې ووېشل شي، ترڅو د اوبو کانالونه او سړکونه ورغول شي او مرستې پر اړمنو خلکو ووېشل شي.
په همدې حال کې په افغانستان کې د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) لوړپوړي مرستیال وویل چې د بامیانو د سیمه ییزې ادارې د مشرتابه د وړاندیزونو د عملي کولو لپاره د WFP له چارواکو سره سلا مشورې کوي او هڅه کوي چې د حل لاره ومومي.
هغه وويل، چې په باميانو کې به بشري مرستې دوام ولري او زياته يې کړه، چې د خوړو نړيوال پروګرام به د سږني سيلاب ځپلو کورنيو ته هم په بشري مرستو کې شامل کړي.
هارلډ هان هاردت وویل چې په بامیان کې د WFP ساحوي دفتر په اړو کورنیو د خوراکي توکو د ویش ترڅنګ په بامیان ولایت کې ۵۵ روغتیايي مرکزونه هم لري چې د خوارځواکي ماشومانو تغذیه تر پوښښ لاندې راولي.