افغان غږ خبری آژانس: د فلسطین د بندیانو ټولنه نن اعلان وکړ چې د صهیونیسټی رژیم نیواکګرو ځواکونو د ماشومانو او پخوانیو بندیانو په شمول ۱۵ تنه نور فلسطینیان هم نیولی دی چې تازه خوشې شوی دی.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، د الاقصی د توفان جګړې له پیل راهیسې په لویدیځه غاړه کې د نیول شویو کسانو شمېر ۹۸۷۰ تنو ته رسېدلی دی.
دغه راز له غزې تړانګې څخه په زرګونو نور کسان هم دصهیونیسټ رژیم له خوا نیول شوي دي .