دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۰۷:۴۰
د مطلب کود : 294457
په لوګر کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۷ ښوونځیو د جوړولو چارې پیل شوې
د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د څه باندې پنځوس میلیونه افغانیو په لګښت د اوو ښوونځیو لپاره د نویو ودانیو د جوړولو چارې پیل شوې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لوګر د پوهنې ریاست مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د جاپان هېواد به څه باندې ۵۰ میلیونه افغانۍ د دغه ولایت د ښوونځیو پر جوړولو ولګوي.
 
دغه پروژه د شپږو میاشتو په موده کې د برکي برک، څرخ او خروار ولسوالیو د اوو ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړوي.
 
تمه کیږي چې نوي تاسیسات به د 7,000 زده کونکو لپاره د زده کړې مناسب ځای چمتو کړي.
https://avapress.com/vdcgnt9xuak9yt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته