کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په لوګر کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۷ ښوونځیو د جوړولو چارې پیل شوې

10 اسد 1403 ساعت 7:40

د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د څه باندې پنځوس میلیونه افغانیو په لګښت د اوو ښوونځیو لپاره د نویو ودانیو د جوړولو چارې پیل شوې.


آوا - کابل: د لوګر د پوهنې ریاست مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د جاپان هېواد به څه باندې ۵۰ میلیونه افغانۍ د دغه ولایت د ښوونځیو پر جوړولو ولګوي.
 
دغه پروژه د شپږو میاشتو په موده کې د برکي برک، څرخ او خروار ولسوالیو د اوو ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړوي.
 
تمه کیږي چې نوي تاسیسات به د 7,000 زده کونکو لپاره د زده کړې مناسب ځای چمتو کړي.


د مطلب کود: 294457

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/294457/په-لوګر-کې-د-۵۰-میلیونه-افغانیو-ارزښت-۷-ښوونځیو-جوړولو-چارې-پیل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com