افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ (UNHCR) نوي مشر عرفات جمال د ننګرهار ولایت له مرستیال مولوي سعید احمد بنوري سره وکتل.
له وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي جمال په دې کتنه کې د امنیت تامین، د فساد او نشه یي توکو مخنیوی د اسلامي امارت مهمې لاسته راوړنې وبللې او د افغان کډوالو د وضعیت په حل کولو یې ټینګار وکړ.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ننګرهار مرستيال والي له ايراني او پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو د پاتې کېدو د مودې غځولو او د هغوى د حقونو په اړه د خبرو غوښتنه وکړه.
له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنیدو او ویستلو لړۍ روانه ده.