دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۱۴
د مطلب کود : 294492
په فاریاب کې د ۱۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د ۸ ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړېږي
د فاریاب ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د ۱۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اتو ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړېږي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د فاریاب ولایت د اتو ښوونځیو لپاره د نویو تاسیساتو په جوړیدو سره به درې زره زده کوونکو ته د زده کړې مناسب چاپیریال برابر شی.
 
د فارياب د پوهنې رياست يوه چارواکي وويل، دغه ښوونځي په پښتونکوټ، المار، قيصار، چهلګزي او ميمنې ښار ولسواليو کې موقعيت لري.
 
په دې پروژه به ۱۱۸ میلیونه افغانۍ لګښت راشي.
 
د فاریاب ولایت زده کوونکو په خپلو ښوونځیو کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې د اسلامي امارت د هڅو هرکلی وکړ.
 
دوی وايي، چې د دغو تاسيساتو په جوړېدو سره به د زده کړې مناسب چاپېريال برابر شي.
https://avapress.com/vdcf1jd00w6d1ja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته