کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په فاریاب کې د ۱۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د ۸ ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

10 اسد 1403 ساعت 13:14

د فاریاب ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د ۱۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اتو ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړېږي.


آوا - کابل: د فاریاب ولایت د اتو ښوونځیو لپاره د نویو تاسیساتو په جوړیدو سره به درې زره زده کوونکو ته د زده کړې مناسب چاپیریال برابر شی.
 
د فارياب د پوهنې رياست يوه چارواکي وويل، دغه ښوونځي په پښتونکوټ، المار، قيصار، چهلګزي او ميمنې ښار ولسواليو کې موقعيت لري.
 
په دې پروژه به ۱۱۸ میلیونه افغانۍ لګښت راشي.
 
د فاریاب ولایت زده کوونکو په خپلو ښوونځیو کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې د اسلامي امارت د هڅو هرکلی وکړ.
 
دوی وايي، چې د دغو تاسيساتو په جوړېدو سره به د زده کړې مناسب چاپېريال برابر شي.


د مطلب کود: 294492

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/294492/په-فاریاب-کې-د-۱۱۸-میلیونه-افغانیو-لګښت-۸-ښوونځیو-لپاره-نوې-ودانۍ-جوړېږي

آوا
  https://www.avapress.com