افغان غږ خبری آژانس - مزارشريف: د سرپل ولايت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رييس مولوي جان محمد سعيد وايي، چې په دغه ولايت کې د ملکي خدمتونو د بنسټونو په اړه روزنيز سيمينار جوړ شو. د دغه ولایت د سوزمه قلعه ولسوالی د کارکوونکو او دولتي مامورینو د ظرفیت لوړولو په موخه په دغه سیمینار کې د دفترونو مدیریت، د کارکونکو چلند، راپور لیکل، پروپوزل لیکل، د پوښتنو لیکلو او پروګرام جوړولو په اړه زده کړې وشوې.
هغه زياته کړه: "دغه درې ورځنى روزنيز سيمينار د ٧٠ دولتي مامورينو او کارکوونکو لپاره په لاره اچول شوى و او دا ډول روزنيز کورسونه د دولتي کدرونو د ظرفيت په لوړولو کې ګټور او اغېزمن دي."
مولوي سعید وویل، د ملکي مامورینو لپاره اړینه ده چې له خپلو مسوولیتونو، د دندو له توضیحاتو او خلکو ته د خدمتونو وړاندې کول د دوی له لومړیتوبونو څخه دي.
په همدې حال کې د سرپل ولايت د سوزمه قلعه ولسوال محمد حسين افتخاري وايي، د دې ولسوالۍ دولتي مامورين او کارکوونکي د خلکو خدمتګاران دي او بايد ورسره ښه چلند وشي.
د يادونې وړ ده، چې د لومړي ځل لپاره د ملکي خدمتونو د بنسټونو روزنيز سيمينار د سرپل ولايت په سوزمه کلا ولسوالۍ کې پيل شو او ټاکل شوې، چې د سرپل ولايت په ټولو ولسواليو کې ترسره شي.