د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه وژنه تېره شپه شاوخوا دوه نیمې بجې په تهران کې شوې ده.
په تهران کې د اسماعیل هنیه د وژلو لومړني جزیات
10 اسد 1403 ساعت 10:21
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه وژنه تېره شپه شاوخوا دوه نیمې بجې په تهران کې شوې ده.
آوا: شهید هنیه چې د ایران د ولسمشر د لوړې په مراسمو کښې د ګډون لپاره دغه هیواد ته راغلی وو د تهران په شمال کښې په یوه ځانګړی استوګنځی کښې ځای پر ځای شوی وو چې له هوا څخه د نا پیژانده شۍ په ویشتلو سره شهید شو.
په دې اړه نورې څېړنې روانې دي او دقیق جزیات به یې ډېر ژر اعلان شي.
د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران د عامه اړیکو دفتر نن سهار په یوه بیانیه کښې اعلان وکړ: د حماس د سیاسی دفتر مشر ډاکټر اسماعیل هنیه او د هغه یو ساتونکی په تهران کښې د هغه په استوګنځی د حملې په وخت کښې شهیدان شول.
د مطلب کود: 294479