کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسماعیل هنیه د شهادت په اړه د انس حقاني غبرګون/ د هنيه شهادت د آزادۍ لاره په ګوته کوي

10 اسد 1403 ساعت 9:14

د اسلامي امارت لوړ پوړي غړي انس حقاني د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه د شهادت په غبرګون کښې د فلسطین له ملت سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او وویل چې د داسې سترو انسانانو شهادت د آزادۍ لاره هواره کړې.


آوا - کابل: د اسلامي امارت یوه جګپوړي غړي انس حقاني نن چهارشنبه (چهارشنبه د اسد ۱۰) په ایکس پاڼه کې د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه د شهادت په غبرګون کښې د فلسطین له ملت سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او وویل چې د داسې سترو انسانانو شهادت د آزادۍ لاره هواره کړې.

د ده په وينا، قرآن کريم شهادت ته مرګ نه، بلکې ژوند بللى او دا هم د تاريخ حکم دى، چې د داسې سترو مبارزينو شهادت د ازادۍ په نامه يادېږي.

انس حقاني ویلي، چې شهید حنفي په زندان، جلاوطنۍ، سختو مبارزو او د خپلې کورنۍ د ډېرو غړو په شهادت سره د دین او ازادۍ په برخه کې خپل مسوولیت ادا کړ.

د اسلامي امارت دغه جګپوړي غړي زیاته کړه: موږ د هغه قدرمنې کورنۍ، ملګرو او د فلسطین مجاهد ملت ته د تسلیت مراتب وړاندې کوو.

انس حقاني په دې سختو ورځو کې د فلسطین مجاهدینو ته د صبر او بریالیتوب هیله وکړه.

له دې مخکې د ایران د اسلامی انقلابی ګارډ قول اردو په یوه بیانیه کښې اعلان کړی وو چې د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس د سیاسی دفتر مشر ډاکټر اسماعیل هنیه او د هغه یو ساتونکی په تهران کښې په خپل کور کښې په حمله کښې شهیدان شوی دی.

د حماس د اسلامي غورځنګ د مشر اسماعيل هنيه شهادت په نړيواله او كورنۍ كچه پراخ او بې ساري غبرګونونه راپارولي دي.


د مطلب کود: 294470

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/294470/د-اسماعیل-هنیه-شهادت-په-اړه-انس-حقاني-غبرګون-هنيه-آزادۍ-لاره-ګوته-کوي

آوا
  https://www.avapress.com