آوا - بامیان: د بامیان ولایت د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو دفتر د آوا خبری آژانس ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې ویلی چې نن چهارشنبه (چهارشنبه، د اسد ۱۰) د امنیه قوماندانۍ د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو د دغه ولايت په شيبر ولسوالۍ کې د عملياتو په ترڅ کې اووه جريبه کرنيزه ځمکه د نشه يي توکو له کښت څخه پاکه شوه.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د بامیان ولایت د امنیه قومندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د منسوبینو لخوا د کرنیزو ځمکو د پاکولو عملیات د اسلامي امارت د رهبرۍ له حکم سره سم روان دي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې مخکې د باميانو ولايت امنيه قوماندان په دغه ولايت کې د نشه يي توکو د کښت لپاره د سلګونو جريبه ځمکې د له منځه وړلو خبر ورکړى و.