افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت رسنیو ته ویلي، چې د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن پنجشنبه د اسد ۱۱ مه د قطر پلازمېنې دوحې ته ورسېد. ا
د هغه په وينا، مولوي عبدالکبير به د حماس د اسلامي مقاومت غورځنګ د سياسي دفتر د مشر شهيد اسماعيل هنيه د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي.
له دې وړاندې هم اسلامي امارت او ځینو دولتي چارواکو د اسماعیل هنیه شهادت د اسلامي امت او جهادي کاروان لپاره ستره ضایعه بللې وه.