دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۰۹
د مطلب کود : 294574
پاکستان له افغانستان څخه د موقتي ترانزیتي اسنادو پرته د بار وړونکو لاریو پر راتګ بندیز لګولی دی
د پاکستان د سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د موقتي ترانزیتي اسنادو، ویزو او پاسپورتونو پرته د افغانستان د لاریو تګ راتګ منع دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې له نن (پنجشنبه، اسد ۱۱) وروسته به هغه افغان باروړونکي موټر چې موقتي ترانزیتي اسناد، ویزې او پاسپورتونه نه لري پاکستان ته د ننوتو اجازه ورنکړي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې افغان لاریو چلوونکو ته اوس ډېر موقتي اسناد ورکړل شوي دي.

د خبرتیا پر بنسټ، هغه وسایط چې ټرانزیټ توکي لیږدوي له دې نوي فرمان څخه معاف دي.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان حکومت وخت په وخت له دغه هېواد سره په شريکو مرکزونو کې له افغانستان څخه د خلکو او لاريو پر تګ راتګ جدي بنديزونه لګوي.
https://avapress.com/vdcgut9xtak9yn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته