کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان له افغانستان څخه د موقتي ترانزیتي اسنادو پرته د بار وړونکو لاریو پر راتګ بندیز لګولی دی

11 اسد 1403 ساعت 14:09

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د موقتي ترانزیتي اسنادو، ویزو او پاسپورتونو پرته د افغانستان د لاریو تګ راتګ منع دی.


آوا - کابل: د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې له نن (پنجشنبه، اسد ۱۱) وروسته به هغه افغان باروړونکي موټر چې موقتي ترانزیتي اسناد، ویزې او پاسپورتونه نه لري پاکستان ته د ننوتو اجازه ورنکړي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې افغان لاریو چلوونکو ته اوس ډېر موقتي اسناد ورکړل شوي دي.

د خبرتیا پر بنسټ، هغه وسایط چې ټرانزیټ توکي لیږدوي له دې نوي فرمان څخه معاف دي.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان حکومت وخت په وخت له دغه هېواد سره په شريکو مرکزونو کې له افغانستان څخه د خلکو او لاريو پر تګ راتګ جدي بنديزونه لګوي.


د مطلب کود: 294574

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/294574/پاکستان-له-افغانستان-څخه-د-موقتي-ترانزیتي-اسنادو-پرته-بار-وړونکو-لاریو-پر-راتګ-بندیز-لګولی-دی

آوا
  https://www.avapress.com