افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اقتصاد وزارت د ویاند دفتر له خوا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویل شوی، چې د بین الوزارتی پانګونې د کمېټې په منظمه غونډه کې، په غزنی کې د ځمکې لاندې سوداګریز مارکېټ د جوړېدو طرحه تصویب شوه.
دغه طرحه له هراړخیزو بحثونو او کتنې وروسته د پانګونې کمیټې لخوا تصویب او د تصویب په موخه اقتصادي کمیسیون ته واستول شوه.
د دغه پلان له مخې به خصوصي سکتور په دغه سوداګریز مارکېټ کې ۳۰۹ میلیونه افغانۍ پانګونه وکړي، چې په پام کې ده په دغه مرکز کې ټولټال ۵۱۱ هټۍ ولري.
باید وویل شي، چې په ټول هېواد کې د امنیت له تامین سره په هېواد کې پانګونې ته د پانګوالو لېوالتیا زیاته شوې ده.