افغان غږ خبری آژانس: د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د تیرې ورځې او شپې په اوږدو کښې د صهیونیسټی نیواکګرو د تیریو له امله ۴۵ تنه شهیدان او ۷۷ نور ژوبل شوی دی.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په غزه کې د شهیدانو شمېر ۳۹ زره ۴۴۵ تنو او د ټپیانو شمېر ۹۱ زره او ۷۳ تنو ته رسېدلی دی.
دغه وزارت همدا راز زیاته کړې، چې تر لسو زرو ډېر کسان اوس هم تر خاورو لاندې دي.