افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د سمنګان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول ثمرالدین شاهروخي وايي، د خوراک نړیوال سازمان د نورو موسسو په همکارۍ د دره صوف په ولسوالۍ کې پر ۳۲۹۳ کورنیو د خوراکي توکو بستې ویشلې دي.
هغه زیاته کړه: په هره خوراکي بسته کې ۵۰ کیلو اوړه، ۴،۵ کیلو غوړي، ۶ کیلو چرس او نیم کیلو مالګه شامله ده، چې له یادو کورنیو سره مرسته شوې ده. له بلې خوا هغو کورنیو ته چې له پنځو کلونو کم عمر لري د خوراکي توکو بسته هم ورکړل شوې ده.
شاهروخي وویل چې له نړیوالو موسسو سره د اسلامي امارت د حکومت همکاري به له اړمنو کورنیو سره مرستې ته دوام ورکړي.
د يادونې وړ ده، چې د خوړو نړيوال سازمان له څېړنو او پېژندګلوۍ وروسته پر اړمنو کورنيو د خوراکي توکو بستې وېشلې دي.