کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په سمنګان کې له اړو کورنيو څه دپاسه درې زره بستې خوراکي توکي وويشل شول

11 اسد 1403 ساعت 8:29

د سمنګان ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وايي چې د خوراک نړیوال سازمان په دره صوف ولسوالۍ کې پر څه باندې درې زره کورنیو د خوراکي توکو بستې وېشلې دي.


آوا - مزارشریف: د سمنګان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول ثمرالدین شاهروخي وايي، د خوراک نړیوال سازمان د نورو موسسو په همکارۍ د دره صوف په ولسوالۍ کې پر ۳۲۹۳ کورنیو د خوراکي توکو بستې ویشلې دي. 

هغه زیاته کړه: په هره خوراکي بسته کې ۵۰ کیلو اوړه، ۴،۵ کیلو غوړي، ۶ کیلو چرس او نیم کیلو مالګه شامله ده، چې له یادو کورنیو سره مرسته شوې ده. له بلې خوا هغو کورنیو ته چې له پنځو کلونو کم عمر لري د خوراکي توکو بسته هم ورکړل شوې ده.

شاهروخي وویل چې له نړیوالو موسسو سره د اسلامي امارت د حکومت همکاري به له اړمنو کورنیو سره مرستې ته دوام ورکړي.

د يادونې وړ ده، چې د خوړو نړيوال سازمان له څېړنو او پېژندګلوۍ وروسته پر اړمنو کورنيو د خوراکي توکو بستې وېشلې دي.


د مطلب کود: 294529

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/294529/په-سمنګان-کې-له-اړو-کورنيو-څه-دپاسه-درې-زره-بستې-خوراکي-توکي-وويشل-شول

آوا
  https://www.avapress.com