افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د باميان والي په اداري غونډه کې وويل چې د رياستونو مسوولين اجازه نه لري چې د دولت د مشرتابه له فرمان سره سم، له مشورې او همغږۍ پرته د خپل رياست هېڅ کارکوونکي بدل او يا له دندې ګوښه کړي.
په دې غونډه کې مولوي عبدالله سرحدي وويل چې د باميانو ولايت د ملکي او نظامي ادارو مسوولين د خلکو او د مراجعينو د ستونزو په حل کې مسوول دي او ټول ملکي او نظامي مسوولين مکلف دي چې د خلکو په صادقانه خدمت کې له هيڅ راز هلوځلو ډډه ونه کړي.
د باميانو والي په اداري غونډه کې د رياستونو مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې د فرمان له مخې د ټولو رياستونو رييسان اجازه نه لري چې د ولايت مقام له مشورې او همغږۍ پرته د خپلو رياستونو هيڅ کارمند بدل او ګوښه کړي.
ولايت مقام د رياستونو مسوولينو ته زياته کړه، چې د ټولو رياستونو رئيسان دنده لري، چې خپل درې تنه ساتونکي امنيې قوماندانۍ ته وګماري، څو د وړ او صادقو کسانو په توګه معرفي شي.
د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ د ولايتي ادارې په اداري غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د لومړي وزير اسلام محمدي د فرمان له مخې ټولې دولتي ادارې مکلفې دي، چې د خپلې ادارې د تېلو رسولو قرارداد د نفتو او ګازو له مديريت سره وکړي.