کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بامیان والي:

چارواکي اجازه نه لري چې د همغږۍ پرته کارمندان له دندې ګوښه کړي

11 اسد 1403 ساعت 10:02

د باميان والي په اداري غونډه کې وويل چې د رياستونو مسوولين اجازه نه لري چې د دولت د مشرتابه له فرمان سره سم، له مشورې او همغږۍ پرته د خپل رياست هېڅ کارکوونکي بدل او يا له دندې ګوښه کړي.


آوا - بامیان: د باميان والي په اداري غونډه کې وويل چې د رياستونو مسوولين اجازه نه لري چې د دولت د مشرتابه له فرمان سره سم، له مشورې او همغږۍ پرته د خپل رياست هېڅ کارکوونکي بدل او يا له دندې ګوښه کړي. 

په دې غونډه کې مولوي عبدالله سرحدي وويل چې د باميانو ولايت د ملکي او نظامي ادارو مسوولين د خلکو او د مراجعينو د ستونزو په حل کې مسوول دي او ټول ملکي او نظامي مسوولين مکلف دي چې د خلکو په صادقانه خدمت کې له هيڅ راز هلوځلو ډډه ونه کړي. 

د باميانو والي په اداري غونډه کې د رياستونو مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې د فرمان له مخې د ټولو رياستونو رييسان اجازه نه لري چې د ولايت مقام له مشورې او همغږۍ پرته د خپلو رياستونو هيڅ کارمند بدل او ګوښه کړي. 

ولايت مقام د رياستونو مسوولينو ته زياته کړه، چې د ټولو رياستونو رئيسان دنده لري، چې خپل درې تنه ساتونکي امنيې قوماندانۍ ته وګماري، څو د وړ او صادقو کسانو په توګه معرفي شي.

د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ د ولايتي ادارې په اداري غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د لومړي وزير اسلام محمدي د فرمان له مخې ټولې دولتي ادارې مکلفې دي، چې د خپلې ادارې د تېلو رسولو قرارداد د نفتو او ګازو له مديريت سره وکړي.


د مطلب کود: 294545

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/294545/چارواکي-اجازه-نه-لري-چې-د-همغږۍ-پرته-کارمندان-له-دندې-ګوښه-کړي

آوا
  https://www.avapress.com