افغان غږ خبری آژانس - کابل: د نخي نساجۍ فابریکې مشر وايي، په دې فابریکه کې شاوخوا درې زره بېلابېل ماشینونه شته او فعاله دي، نوموړي وویل چې د ۴۰۰ ماشینونو په لرلو سره به د کالو تولیدات پیل کړي.
هغه زياته کړه، که نور وزارتونه او رياستونه ورسره تړونونه لاسليک کړي، دوه زره شپږ سوه نور وسايل به په فعاليت پيل وکړي او دولس زره کسانو ته به د کار زمينه برابره شي.
د وړيو د نساجۍ د فابريکې مشر وويل، چې د وړيو او مصنوعي ټوکرونو ترڅنګ له کورنيو او بهرنيو څخه تر غالۍ وړۍ، کمپلې او شالونه هم توليدوي.
نوموړي دغه راز زياته کړه، چې په ياده فابريکه کې ٦٤ ډوله ماشينونه شته، چې په کال کې ١٠٠٠ ټنه پنبه پروسس کوي او يو ميليون متره پارچه توليدوي.