د اسلامي امارت د ویاند مرستیال اعلان کړی چې د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن پنجشنبه د اسد ۱۱ مه د شهید هنیه د جنازې په مراسمو کې د ګډون په موخه د قطر پلازمینې دوحې ته رسیدلی دی.
د رئیس الوزرا سياسي مرستيال د شهيد هنيه د جنازې په مراسمو كې د ګډون لپاره قطر ته روان شو
11 اسد 1403 ساعت 12:20
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال اعلان کړی چې د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن پنجشنبه د اسد ۱۱ مه د شهید هنیه د جنازې په مراسمو کې د ګډون په موخه د قطر پلازمینې دوحې ته رسیدلی دی.
آوا - کابل: د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت رسنیو ته ویلي، چې د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن پنجشنبه د اسد ۱۱ مه د قطر پلازمېنې دوحې ته ورسېد. ا
د هغه په وينا، مولوي عبدالکبير به د حماس د اسلامي مقاومت غورځنګ د سياسي دفتر د مشر شهيد اسماعيل هنيه د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي.
له دې وړاندې هم اسلامي امارت او ځینو دولتي چارواکو د اسماعیل هنیه شهادت د اسلامي امت او جهادي کاروان لپاره ستره ضایعه بللې وه.
د مطلب کود: 294566