کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کاپيسا کې د يوې ترافيکي پيښې له امله اته تنه مړه او ټپيان شول

11 اسد 1403 ساعت 10:09

په کاپيسا ولايت کې سيمه ييز چارواکي وايي، چې په دې ولايت کې يوې ترافيکي پېښې پنځه تنه وژلي او درې نور يې ټپيان کړي دي.


آوا - کابل: د کاپیسا ولایت د امنیې قومندانۍ چارواکي وايي چې د دغه ولایت په اله سای ولسوالۍ کې تیره ورځ په سړک کې د یوه فلانکوچ ډوله مسافر وړونکي موټر د چپه کیدو له امله درې ښځې او دوه نارینه وژل شوي دي. د دوو ماشومانو په ګډون نور کسان ټپیان شوي دي.

د ترافيکي پېښو لامل د سړکونو خرابوالى او د موټر چلوونکو بې احتياطي بلل کېږي.

د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ترافيکي پېښو پېښې زياتې شوې دي.


د مطلب کود: 294549

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/294549/په-کاپيسا-کې-د-يوې-ترافيکي-پيښې-له-امله-اته-تنه-مړه-او-ټپيان-شول

آوا
  https://www.avapress.com