افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ۱۹۵۳ تنه مهاجرین د نیمروز ولایت د ورېښمو له پولو، د کندهار ولایت د سپین بولدک او د فرضي کرښې له پولو را انتقال شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې دغه راستانه شوي کډوال د مرستو په موخه د کډوالو نړيوال سازمان، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د خوړو نړيوال سازمان دفترونو ته ورپېژندل شوي او هرې کورنۍ ته د پروګرام له مخې مرستې شوې دي.