کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تېره ورځ له پاکستان او ایران څخه شاوخوا دوه زره کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

24 سرطان 1403 ساعت 13:30

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په تېره یوه ورځ کې له پاکستان او ایران څخه هېواد ته د شاوخوا دوه زره کډوالو د راستنېدو خبر ورکوي.


آوا - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ۱۹۵۳ تنه مهاجرین د نیمروز ولایت د ورېښمو له پولو، د کندهار ولایت د سپین بولدک او د فرضي کرښې له پولو را انتقال شوي دي. 

د يادونې وړ ده، چې دغه راستانه شوي کډوال د مرستو په موخه د کډوالو نړيوال سازمان، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د خوړو نړيوال سازمان دفترونو ته ورپېژندل شوي او هرې کورنۍ ته د پروګرام له مخې مرستې شوې دي.


د مطلب کود: 293518

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293518/تېره-ورځ-له-پاکستان-او-ایران-څخه-شاوخوا-دوه-زره-کډوال-هېواد-ته-راستانه-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com