دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۲۷
د مطلب کود : 293505
د ملي دفاع وزارت له خوا تر زرو زیات پوځي وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شو
د ملي دفاع وزارت وايي، د ملي اردو ۲۱۷ عمری قول اردو په تېر یوه کال کې توانېدلي چې څه باندې زر پوځي وسایط بېرته ورغوي او ګټې اخیستنې ته یې چمتو کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت د ۲۱۷ عمری قول اردو په دغه قول اردو کې له ۱۰۰۰ څخه د زیاتو پوځي وسایطو د ترمیم خبر ورکړی دی.

د افغانستان په شمال زون کې د ملي اردو ۲۱۷ عمری قول اردو په تېر یوه کال کې ۱۲۱۸ بېلابېل وسایط او ۳۹۰ بېلابېل وسایل ترمیم او چمتو کړي دي.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د ملي دفاع وزارت د بېلابېلو ډولونو د زرګونو پوځي وسايطو د بېرته نيولو اعلان کړى و.
https://avapress.com/vdcjyte8iuqehiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته