د ملي دفاع وزارت وايي، د ملي اردو ۲۱۷ عمری قول اردو په تېر یوه کال کې توانېدلي چې څه باندې زر پوځي وسایط بېرته ورغوي او ګټې اخیستنې ته یې چمتو کړي.
د ملي دفاع وزارت له خوا تر زرو زیات پوځي وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شو
24 سرطان 1403 ساعت 11:27
د ملي دفاع وزارت وايي، د ملي اردو ۲۱۷ عمری قول اردو په تېر یوه کال کې توانېدلي چې څه باندې زر پوځي وسایط بېرته ورغوي او ګټې اخیستنې ته یې چمتو کړي.
آوا - کابل: د اسلامی امارت د دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت د ۲۱۷ عمری قول اردو په دغه قول اردو کې له ۱۰۰۰ څخه د زیاتو پوځي وسایطو د ترمیم خبر ورکړی دی.
د افغانستان په شمال زون کې د ملي اردو ۲۱۷ عمری قول اردو په تېر یوه کال کې ۱۲۱۸ بېلابېل وسایط او ۳۹۰ بېلابېل وسایل ترمیم او چمتو کړي دي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د ملي دفاع وزارت د بېلابېلو ډولونو د زرګونو پوځي وسايطو د بېرته نيولو اعلان کړى و.
د مطلب کود: 293505