افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ په جوړه شوې غونډه کې د ګلبهار خصوصي شرکت له خوا د سل میګاواټه ګازو د برېښنا د تولید وړاندیز شوی پلان تصویب شو.
په دې غونډه کې اړوندې کمېټې ته دنده وسپارل شوه چې د ګلبهار خصوصي شرکت له خوا د سل میګاواټه ګازي برېښنا د تولید په اړه د وړاندیز شوي پلان په اړه تخنیکي بحث وکړي او خپل راپور په ټاکلي وخت د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال سره شریک کړي.
باید وویل شي، چې افغانستان د برېښنا له سخت کمښت سره مخ دی او ۹۰ سلنه برېښنا یې له ګاونډیو هېوادونو واردېږي.