کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کې به سل میګاواټه بریښنا د ګازوڅخه تولید شي

24 سرطان 1403 ساعت 11:24

د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال اعلان وکړ چې د یوه خصوصي شرکت له خوا د سل میګاواټه ګازي برېښنا د تولید پر پلان بحث وشو.


آوا - کابل: د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ په جوړه شوې غونډه کې د ګلبهار خصوصي شرکت له خوا د سل میګاواټه ګازو د برېښنا د تولید وړاندیز شوی پلان تصویب شو. 

 په دې غونډه کې اړوندې کمېټې ته دنده وسپارل شوه چې د ګلبهار خصوصي شرکت له خوا د سل میګاواټه ګازي برېښنا د تولید په اړه د وړاندیز شوي پلان په اړه تخنیکي بحث وکړي او خپل راپور په ټاکلي وخت د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال سره شریک کړي. 

باید وویل شي، چې افغانستان د برېښنا له سخت کمښت سره مخ دی او ۹۰ سلنه برېښنا یې له ګاونډیو هېوادونو واردېږي.


د مطلب کود: 293504

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293504/په-افغانستان-کې-سل-میګاواټه-بریښنا-د-ګازوڅخه-تولید-شي

آوا
  https://www.avapress.com