افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د روانې میاشتې له ۱۹مې نیټې څخه تر ۲۲مې نیټې پورې له ایران او پاکستان څخه د ۹۷۳۰ افغان کډوال په داوطلبانه او جبري ایستلو خبر ورکړی دی.
د سرحدي پوليسو د معلوماتو له مخې، د تورخم له فرضي کرښې څخه د ٥٣٢ کسانو په ګډون ٩٥ کورنۍ، د کندهار ولايت د سپين بولدک له پولې د ٨٢١ کسانو په ګډون ١٥٢ کورنۍ، له اسلام قلعه پولې څخه څلور زره او ٧٩٧ کسان او د ورېښمو د پله له لارې له ایران څخه ۳ زره ۵۸۰ تنه نیمروز ولایت ته راستانه شوي دي.
له نوم لیکنې وروسته راستانه شوي کډوال د مهاجرت نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د خوړو نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شول او هرې کورنۍ ته د اسلامي امارت د کړنلارې له مخې مرستې وشوې.
باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه شوې او هره ورځ زرګونه افغان کډوال هېواد ته راستنېږي.