کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تېرو څو ورځو کې له ایران او پاکستان څخه شاوخوا لس زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

23 سرطان 1403 ساعت 11:24

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د روانې میاشتې له ۱۹مې نیټې څخه تر ۲۲مې نیټې پورې له ایران او پاکستان څخه د ۹۷۳۰ افغان کډوال په داوطلبانه او جبري ایستلو خبر ورکړی دی.


آوا - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د روانې میاشتې له ۱۹مې نیټې څخه تر ۲۲مې نیټې پورې له ایران او پاکستان څخه د ۹۷۳۰ افغان کډوال په داوطلبانه او جبري ایستلو خبر ورکړی دی.

د سرحدي پوليسو د معلوماتو له مخې، د تورخم له فرضي کرښې څخه د ٥٣٢ کسانو په ګډون ٩٥ کورنۍ، د کندهار ولايت د سپين بولدک له پولې د ٨٢١ کسانو په ګډون ١٥٢ کورنۍ، له اسلام قلعه پولې څخه څلور زره او ٧٩٧ کسان او د ورېښمو د پله له لارې له ایران څخه ۳ زره ۵۸۰ تنه نیمروز ولایت ته راستانه شوي دي.

له نوم لیکنې وروسته راستانه شوي کډوال د مهاجرت نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د خوړو نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شول او هرې کورنۍ ته د اسلامي امارت د کړنلارې له مخې مرستې وشوې. 

باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه شوې او هره ورځ زرګونه افغان کډوال هېواد ته راستنېږي.


د مطلب کود: 293446

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293446/په-تېرو-څو-ورځو-کې-له-ایران-او-پاکستان-څخه-شاوخوا-لس-زره-افغان-کډوال-هېواد-ته-راستانه-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com