د ایران او افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر محمود سیادت د افغانستان او ایران ترمنځ پر ګډو سوداګریزو فعالیتونو د ټینګار ترڅنګ وویل چې افغان سوداګرو په دغه هېواد کې له ۳ میلیاردو ډالرو زیاته پانګونه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس: ایراني رسنیو د ایران او افغانستان د سوداګرۍ خونې د مشر له قوله ویلي، چې په دغه هېواد کې د ثبت شویو بهرنیو شرکتونو ۵۰ سلنه د افغانانو ملکیت دی. سیادت د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره د افغان اقتصادي فعالانو پر ملاتړ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: د افغانانو د چاپېریال د اړیکو تنظیمول او په ایران کې د هغوی د ستونزو او ننګونو د حل لپاره باید کار وشي.