کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان سوداګرو په ایران کې ۳ میلیارده ډالره پانګونه کړې ده

23 سرطان 1403 ساعت 9:32

د ایران او افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر محمود سیادت د افغانستان او ایران ترمنځ پر ګډو سوداګریزو فعالیتونو د ټینګار ترڅنګ وویل چې افغان سوداګرو په دغه هېواد کې له ۳ میلیاردو ډالرو زیاته پانګونه کړې ده.


آوا: ایراني رسنیو د ایران او افغانستان د سوداګرۍ خونې د مشر له قوله ویلي، چې په دغه هېواد کې د ثبت شویو بهرنیو شرکتونو ۵۰ سلنه د افغانانو ملکیت دی.

سیادت د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره د افغان اقتصادي فعالانو پر ملاتړ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: د افغانانو د چاپېریال د اړیکو تنظیمول او په ایران کې د هغوی د ستونزو او ننګونو د حل لپاره باید کار وشي.


د مطلب کود: 293428

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293428/افغان-سوداګرو-په-ایران-کې-۳-میلیارده-ډالره-پانګونه-کړې-ده

آوا
  https://www.avapress.com