افغان غږ خبری آژانس: د فلسطین د روغتیا وزارت د اکتوبر له اوومې نیټې څخه په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم د پرله پسې تیریو له امله د شهیدانو شمیر ۳۷ زره ۲۳۲ تنو ته اوښتی دی او د ټپيانو شمېر ۸۵ زره ۳۷ تنو ته ورسېد.
په همدې حال کې لږ تر لږه لس زره کسان لا هم تر خاورو لاندې لادرکه دي.
څه موده وړاندې د فلسطین اطلاعاتو مرکز په یوه راپور کې ویلي وو چې د غزې په تړانګه کې په سلو کې ۷۳ شهیدان او ټپیان ښځې او ماشومان دي.