افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه وزارت د ابن سینا ایمرجنسي روغتون نهه زره ۲۳۳ لوی او واړه عملیات په وړیا توګه ترسره کړي دي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، دغه روغتون نږدې ۲۱۸ زره ناروغانو ته د بهر بستر ناروغانو (OPD) او ۱۱ زره ۵۱۷ نورو ناروغانو ته په وړیا توګه داخل بستر خدمتونه وړاندې کوي.
په ورته وخت کې د نړیوالې ټولنې له خوا د مرستو د بندېدو له امله د هېواد روغتیايي سیستم له بېلابېلو ستونزو سره مخ دی.