د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی، چې تېر کال په ابن سینا ایمرجنسي روغتون کې تر ۹۰۰۰ ډېر لوی او واړه عملیات په وړیا ډول ترسره شوي دي.
د ابن سینا دولتي روغتون کې ۹۰۰۰ څخه ډیر جراحي په وړیا ډول ترسره شوي
21 جوزا 1403 ساعت 12:23
د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی، چې تېر کال په ابن سینا ایمرجنسي روغتون کې تر ۹۰۰۰ ډېر لوی او واړه عملیات په وړیا ډول ترسره شوي دي.
آوا - کابل: د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه وزارت د ابن سینا ایمرجنسي روغتون نهه زره ۲۳۳ لوی او واړه عملیات په وړیا توګه ترسره کړي دي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، دغه روغتون نږدې ۲۱۸ زره ناروغانو ته د بهر بستر ناروغانو (OPD) او ۱۱ زره ۵۱۷ نورو ناروغانو ته په وړیا توګه داخل بستر خدمتونه وړاندې کوي.
په ورته وخت کې د نړیوالې ټولنې له خوا د مرستو د بندېدو له امله د هېواد روغتیايي سیستم له بېلابېلو ستونزو سره مخ دی.
د مطلب کود: 291766