دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۴۰
د مطلب کود : 291747
په کاپیسا ولایت کې تېر کال تر ۷۲ زره ډېر تذکرې وېشل شوې
د کاپيسا ولايت د احصايې او اطلاعاتو رياست تېر کال په دغه ولايت کې د ۷۲ زره ۱۹۶ کاغذي او برېښنايي تذکرو وېش اعلان کړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کاپیسا ولایت د احصایې او اطلاعاتو اداره وايي چې دې ریاست په تېر هجري لمریز کال کې ۷۲ زره ۱۹۶ کاغذي، الکترونیکي او چاپ شوي تذکرې وېشلي دي.

د باختر آژانس د خبر له مخې: دغه رياست زياتوي چې تير کال په دغه ولايت کې د تذکرو د ويش تر څنګ څه دپاسه شپږ زره د زيږون کارتونه او ٦٩٢ د جنازې جامې هم ويشل شوي دي.

باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې د احصایې وزارت د ولایتونو په کچه د تېر کال د تذکرو د وېش په اړه معلومات خپاره کړي دي.
https://avapress.com/vdcfjyd0ew6d1ea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته