کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کاپیسا ولایت کې تېر کال تر ۷۲ زره ډېر تذکرې وېشل شوې

21 جوزا 1403 ساعت 9:40

د کاپيسا ولايت د احصايې او اطلاعاتو رياست تېر کال په دغه ولايت کې د ۷۲ زره ۱۹۶ کاغذي او برېښنايي تذکرو وېش اعلان کړ.


آوا - کابل: د کاپیسا ولایت د احصایې او اطلاعاتو اداره وايي چې دې ریاست په تېر هجري لمریز کال کې ۷۲ زره ۱۹۶ کاغذي، الکترونیکي او چاپ شوي تذکرې وېشلي دي.

د باختر آژانس د خبر له مخې: دغه رياست زياتوي چې تير کال په دغه ولايت کې د تذکرو د ويش تر څنګ څه دپاسه شپږ زره د زيږون کارتونه او ٦٩٢ د جنازې جامې هم ويشل شوي دي.

باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې د احصایې وزارت د ولایتونو په کچه د تېر کال د تذکرو د وېش په اړه معلومات خپاره کړي دي.


د مطلب کود: 291747

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291747/په-کاپیسا-ولایت-کې-تېر-کال-تر-۷۲-زره-ډېر-تذکرې-وېشل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com