دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۲۶
د مطلب کود : 291740
د خوړو نړیوال سازمان له خوا په هېواد کې پر ۳.۵ میلیونه وګړو نغدي مرستې وویشل شوې
د خوړو نړیوال پروګرام د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې په ټول هېواد کې پر ۳.۵ میلیونو اړمنو کسانو د نغدي مرستو د وېش اعلان کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې په ټول افغانستان کې له ۳.۵ میلیونو څخه زیاتو خلکو نغدي مرستې ترلاسه کړي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام پرون (یکشنبه ، جوزا ۲۰مه) په اکس کې لیکلي چې نغدي مرستې به د کورنیو او د دوی د پیرودلو ځواک سره مرسته وکړي او ځایی بازار به وده وکړي.

په ورته وخت کې د خوړو نړیوال پروګرام په دې وروستیو کې له اروپايي ټولنې څخه د لس میلیونه یورو مرسته اعلان کړه چې د دغې ادارې له لارې په هېواد کې د ښوونځیو زده کوونکو ته د مناسبې تغذیې په برابرولو کې مرسته وکړي.

له بلې خوا د خوړو نړیوال سازمان د روان کال په لومړیو کې ویلي وو چې په ۲۰۲۳ کال کې یې پر ۶ میلیونو افغانانو نغدي ویشلي دي.
https://avapress.com/vdci5zarut1a3y2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته