کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خوړو نړیوال سازمان له خوا په هېواد کې پر ۳.۵ میلیونه وګړو نغدي مرستې وویشل شوې

21 جوزا 1403 ساعت 9:26

د خوړو نړیوال پروګرام د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې په ټول هېواد کې پر ۳.۵ میلیونو اړمنو کسانو د نغدي مرستو د وېش اعلان کړی دی.


آوا - کابل: د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې په ټول افغانستان کې له ۳.۵ میلیونو څخه زیاتو خلکو نغدي مرستې ترلاسه کړي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام پرون (یکشنبه ، جوزا ۲۰مه) په اکس کې لیکلي چې نغدي مرستې به د کورنیو او د دوی د پیرودلو ځواک سره مرسته وکړي او ځایی بازار به وده وکړي.

په ورته وخت کې د خوړو نړیوال پروګرام په دې وروستیو کې له اروپايي ټولنې څخه د لس میلیونه یورو مرسته اعلان کړه چې د دغې ادارې له لارې په هېواد کې د ښوونځیو زده کوونکو ته د مناسبې تغذیې په برابرولو کې مرسته وکړي.

له بلې خوا د خوړو نړیوال سازمان د روان کال په لومړیو کې ویلي وو چې په ۲۰۲۳ کال کې یې پر ۶ میلیونو افغانانو نغدي ویشلي دي.


د مطلب کود: 291740

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291740/د-خوړو-نړیوال-سازمان-له-خوا-په-هېواد-کې-پر-۳-۵-میلیونه-وګړو-نغدي-مرستې-وویشل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com