دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۰۴
د مطلب کود : 291725
د غور ولایت تړل شوې لارې د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوې
د غور ولایت سیمه ییزو چارواکو د سیمه ییزو خلکو په همکارۍ د وروستیو سېلابونو له امله تړل شوې لارې د بېرته پرانیستلو اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د غور ولایت د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د پسابند ولسوالۍ له انقر جاق څخه تر سینې او له تشتک څخه تر ککري پولې پورې لارې چې د وروستیو سیلابونو له امله تړل شوې وې، د غور د سيمه ييزې ادارې او د خلکو په همکارۍ د ترافيکو پرمخ پرانيستل شو.

د يادونې وړ ده، چې په غور ولايت کې وروستيو سيلابونو د ځاني زيانونو ترڅنګ په دغه ولايت کې د لسګونو کسانو ژوند هم اخيستى دى.
https://avapress.com/vdcb58b5srhb9zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته