کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غور ولایت تړل شوې لارې د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوې

20 جوزا 1403 ساعت 15:04

د غور ولایت سیمه ییزو چارواکو د سیمه ییزو خلکو په همکارۍ د وروستیو سېلابونو له امله تړل شوې لارې د بېرته پرانیستلو اعلان وکړ.


آوا - کابل: د غور ولایت د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د پسابند ولسوالۍ له انقر جاق څخه تر سینې او له تشتک څخه تر ککري پولې پورې لارې چې د وروستیو سیلابونو له امله تړل شوې وې، د غور د سيمه ييزې ادارې او د خلکو په همکارۍ د ترافيکو پرمخ پرانيستل شو.

د يادونې وړ ده، چې په غور ولايت کې وروستيو سيلابونو د ځاني زيانونو ترڅنګ په دغه ولايت کې د لسګونو کسانو ژوند هم اخيستى دى.


د مطلب کود: 291725

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291725/د-غور-ولایت-تړل-شوې-لارې-ترافیکو-پر-مخ-پرانیستل

آوا
  https://www.avapress.com