افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ننګرهار د ښار جوړونې او کور جوړونې رئیس قاري محمد نبي سعید وايي، د دغه ولایت په سرخرود ولسوالۍ کې د ښارګوټي د جوړیدو موضوع د دغه وزارت د یوه پلاوي په مرسته وڅیړل شوه.
تمه کیږي چې په دې اقدام کې به د داخلي بې ځایه شویو او بې وزلو کورنیو لپاره یو منظم طرحه جوړ شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرو څو مياشتو د ويجاړوونکو سېلابونو او د خلکو د کورونو د ويجاړېدو له امله د بې ځايه شويو کسانو شمېر زيات شوى دى.