د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د داخلي بې ځایه شویو کورنیو لپاره یو ښارګوټی جوړوي.
په ننګرهار کې د داخلي بې ځایه شویو کورنیو لپاره د اوسیدو ځای جوړیږي
19 جوزا 1403 ساعت 15:15
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د داخلي بې ځایه شویو کورنیو لپاره یو ښارګوټی جوړوي.
آوا - کابل: د ننګرهار د ښار جوړونې او کور جوړونې رئیس قاري محمد نبي سعید وايي، د دغه ولایت په سرخرود ولسوالۍ کې د ښارګوټي د جوړیدو موضوع د دغه وزارت د یوه پلاوي په مرسته وڅیړل شوه.
تمه کیږي چې په دې اقدام کې به د داخلي بې ځایه شویو او بې وزلو کورنیو لپاره یو منظم طرحه جوړ شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرو څو مياشتو د ويجاړوونکو سېلابونو او د خلکو د کورونو د ويجاړېدو له امله د بې ځايه شويو کسانو شمېر زيات شوى دى.
د مطلب کود: 291675