دخپریدو نیټه :شنبه ۱ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۰۸
د مطلب کود : 289030
په بامیان کې د یوه کور د نړېدو له امله د یوې کورنۍ درې تنه وژل شوي دي
د بامیان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د یوه کور د چپه کېدو له امله د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د بامیان ولایت والي مولوي عبدالله سرحدی پرون (جمعه د حمل ۳۱مه) د پېښې له سیمې څخه لیدنه وکړه او ټپیان یې روغتون ته انتقال کړل.

ټپيان روغتون ته تر رسولو وروسته ساه ورکړه.

د باميان په مرکز کې د دهن خوشک په کلي کې د استوګنې دغه کور له سختو بارانونو وروسته نړېدلی دی.

د دغې طبیعي پېښې قربانیان د یوې کورنۍ دوه ښځې او یو نارینه وو.

د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم د اروزګان ولايت په مرکز او دهراود ولسوالۍ کې د درېيو کورونو د چت د لوېدو له امله پنځه تنه مړه او څلور نور ټپيان شوي وو.
https://avapress.com/vdchxwniv23n6vd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته