کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بامیان کې د یوه کور د نړېدو له امله د یوې کورنۍ درې تنه وژل شوي دي

1 ثور 1403 ساعت 10:08

د بامیان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د یوه کور د چپه کېدو له امله د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي دي.


آوا - بامیان: د بامیان ولایت والي مولوي عبدالله سرحدی پرون (جمعه د حمل ۳۱مه) د پېښې له سیمې څخه لیدنه وکړه او ټپیان یې روغتون ته انتقال کړل.

ټپيان روغتون ته تر رسولو وروسته ساه ورکړه.

د باميان په مرکز کې د دهن خوشک په کلي کې د استوګنې دغه کور له سختو بارانونو وروسته نړېدلی دی.

د دغې طبیعي پېښې قربانیان د یوې کورنۍ دوه ښځې او یو نارینه وو.

د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم د اروزګان ولايت په مرکز او دهراود ولسوالۍ کې د درېيو کورونو د چت د لوېدو له امله پنځه تنه مړه او څلور نور ټپيان شوي وو.


د مطلب کود: 289030

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289030/په-بامیان-کې-د-یوه-کور-نړېدو-له-امله-یوې-کورنۍ-درې-تنه-وژل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com