افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر وايي، د دغه وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور د عینک د مسو کان د پروژې د قراردادي شرکت له رئیس او کاري ټیم سره وکتل.
په دې کتنه کې د عینک د مسو کان د پروژې د کاري ټیم مشر ښاغلي سانګ د عینک د مسو کان د پروژې د کار د وروستیو پرمختګونو، د دوی د کاري پلانونو او د پروژې د عملي پیل په اړه د وړاندیزونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ښاغلي دلاور د وړاندیزونو له اورېدو او د کاري پلانونو له ارزونې وروسته په نږدې راتلونکي کې د مس عینک کان د عملي کار د چټکتیا او د عملي کار د پیل غوښتنه وکړه.